Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوز جان؛ شبرغان کې د راستنېدونکو لپاره نوی ښار ګوټی جوړېږي.
۵ ثور ۱۴۰۴

جوز جان؛ شبرغان کې د راستنېدونکو لپاره نوی ښار ګوټی جوړېږي.

د جوز جان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې په ۲ زره جریبه ځمکه کې د بیرته راستنېدونکو لپاره نوی ښار ګوټی جوړېږي. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغه ښارګوټي پرانیسته د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کړې ده، نوموړي ویلي، زرګونه افغان کډوال چې له ایران او پاکستانه په زوره اېستل شوي، ملاتړ او سرپناه ته ضرورت لري. 

د هغه په خبره ا.ا هڅه کوي چې بېلا بېلو ولایتونو کې د بیرته راستنېدونکو لپاره سرپناه‌وې برابرې او ورته کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.

 یاد ښارګوټي کې به د کورونو ترڅنګ، ښوونځی، دارالعلوم، روغتون او کلینیک هم جوړ شي. 

د یادونې ده چې دغه ښارګوټي کې به ۱۵۳۷ کورونه چې هر یو به یې له ۵ تر ۱۵ بسوې وي ورغول شي.

مطالب

جوز جان؛ شبرغان کې
د راستنېدونکو لپاره
نوی ښار ګوټی جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ