Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار؛ د کانونو او پټرولیم ریاست ۳۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
۲۹ حوت ۱۴۰۳

کندهار؛ د کانونو او پټرولیم ریاست ۳۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د کندهار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې ۳۳۶ میلیونه ۴۲۱ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د ياد رياست وياند رحمت الله شېرزاد  رسنیو ته ویلي، چې دغه عواید د فلورایټ، مرمر، کرومایټ ، سرپ او جست منرالونو او ساختماني موادو څخه لاسته راغلي. دا په داسې حال کې ده چې د کندهار کانونو ریاست په تېر ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې ۷۹ میلیونه، ۳۹۴ زره ۸۵ افغانۍ عواید تراټول کړي و. د یادولو وړ ده چې دا مهال په کندهار کې د ۱۶ کانونو د استخراج چارې روانې ‌دي، چې د ۱۰ څخه تر ۷۰ سلنه چارې يې تر سره شوې دي.

مطالب

کندهار
د کانونو او پټرولیم
ریاست ۳۳۶ میلیونه
افغانۍ عواید راټول کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ