Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اقتصادي مرستیالۍ: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تایید شوه.
۲ سرطان ۱۴۰۴

اقتصادي مرستیالۍ: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تایید شوه.

اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوې ده.   

د مالوماتو یاده پالیسي د اسلامي اقتصاد پر بنسټ د پانګونې، صادراتو، اشتغال، اقتصادي ثبات او ټولنیز عدالت د ودې د موخو پر بنسټ جوړه شوې ده. 

په دې غونډه کې د مالیې وزارت ته لارښوونه شوې، چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ۱۳ کلیو ته د برېښنا شبکې د غځولو لپاره د پروژې لپاره اړینه بودیجه ځانګړې کړي او دا پروژه د افغان برېښنا شرکت لخوا پلي شي.

مطالب

اقتصادي مرستیالۍ
د سرپرست حکومت
اقتصادي پالیسي تایید شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ