Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو این ایچ سي ار: له پاکستانه څه باندې یو میلیون افغان کډوال ایستل شوي.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

یو این ایچ سي ار: له پاکستانه څه باندې یو میلیون افغان کډوال ایستل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې د ۲۰۲۵ کال د مې تر پایه پورې له پاکستانه د شړل شویو افغانانو شمېر له ۱ میلیونه او ۵۵ زرو څخه اوښتی دی. 

د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، دوی پر پوله او هم د مېشتېدنې په سیمو کې حضور لري او هڅه کوي، چې د خپلو نغدي مرستو د مرکزونو له لارې هغوی ته بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي.

 د سرچینې د مالوماتو له مخې ډېری هغه کورنۍ چې له کلونو کډوالۍ وروسته له پاکستانه شړل شوي، اوس له جدي اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي. 

سرپناه، کاري فرصتونو، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته محدود لاسرسی، د دوی له لویو اندېښنو څخه شمېرل کېږي.

مطالب

یو این ایچ سي ار
له پاکستانه څه باندې یو میلیون
افغان کډوال ایستل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ