Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هند پوځ د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړي.
۲۰ ثور ۱۴۰۴

د هند پوځ د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړي.



د هند پوځ نن (شنبه، ثور ۲۰) ویلي چې د پاکستان څو بې‌پیلوټه الوتکې چې امریتسر ښار کې پوځي اډې ته نژدې یې الوتنې کولې، په نښه کړي دي.

هندي رسنیو د پوځ په خبره راپور ورکړی چې: «د دښمن بې‌پیلوټه الوتکې سمدلاسه زموږ د هوايي دفاع لخوا په نښه او وغورځول شوي.»

د هند پوځ په وینا، پر پوځي اډو یې د پاکستان توغندیز بریدونه شنډ کړي، خو کنټرول کرښې ته نږدې په یو شمېر سیمو کې ملکي خلک په نښه شوي چې د منلو وړ نه دي.

دې سره، د هند او پاکستان ترمنځ زياتېدونکي کړکېچ په لړ کې، هندي رسنیو د دغه هېواد د هوایي ډګرونو ادارې په خبره لیکلي چې «۳۲ هوايي ډګرونو» ته په موقته توګه د تړل کیدو امر شوی.

دغه هوايي‌ ډګرونه په شمالي او لوېدیځ هند کې دي چې د پاکستان له بریدونو سره هم مهاله تړل کېږي او مالومه نه ده چې کله به بېرته فعالیت پیلوي.

دغه هوايي ډګرونه وروسته له هغې تړل کیږي چې د هند سرینګر کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

مطالب

د هند پوځ د پاکستان
بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ