د ا.ا.ا د اوبو او انرژۍ وزرات مسوولین وایي، چې په لوګر ولایت کې یې د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه او د دوو چکډمونو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې پروژې د سرپرست وزیر ملاعبدالطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د کابل سیندیزې حوزې لوی رئیس انجنیر محمد عارف مومند، یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او ځایي اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
مسوولینو د دغو پروژو پلي کول د کرنې د پراختیا او د خلکو د اقتصاد په برخه کې اغېزناک بللي او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د هغوی د ساتنې په برخه کې همکار و اوسي.
د معلوماتو له مخې؛ د سرخاب بند د ساتنې او پاملرنې پروژه د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له لوري پلي شوې، چې د ۹ میلیون متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري او ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۹زره کورنۍ به ورڅخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کوي.
همدارنګه، دوه چکډمونه د پنځه میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوي چې په ټوله کې د ۱۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي، د سرخاب بند ارزښت د محمد آغې ولسوالۍ د خلکو لپاره حیاتي بللې او د دغه بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړېدل یې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه یاده کړې ده.