Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ا.ا رهبر: حکومتي کار کوونکي دې مسوولیتونو ته جدي پام وکړي.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

د ا.ا رهبر: حکومتي کار کوونکي دې مسوولیتونو ته جدي پام وکړي.

د ا.ا رهبر شیخ هبت‌الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې نظام ته د ولس د پلار او سرپرست حیثیت ورکړی او د ولس د حقونو ساتنه، له امانتونو څارنه او مراقبت یې مسوولیت ګڼلی دی.

 شیخ هبت الله اخندزاده په دغه پیغام کې د امیر له لوري د فرمانونو او حکمونو پر اطاعت هم ټينګار کړی او دغه اطاعت یې واجب او لازم بللی دی. 

شیخ هبت‌الله اخندزاده امنیتي او ملکي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو مسوولیتونو ته جدي پام وکړي، یو د بل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، ځکه دا چاره بې‌باورۍ، ګډوډۍ او نارضایتۍ ته لاره هواروي. 

همداراز، هغه له مسوولینو غوښتي چې د خلکو پر مخ دروازې خلاصې وساتي، له سستۍ ډډه وکړي، ځکه غفلت عذر نه دی او باید د خلکو ستونزې پر وخت حل او چارې یې اسانه شي.

مطالب

د ا.ا رهبر: حکومتي کار کوونکي دې
مسوولیتونو ته جدي پام وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ