Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان؛ پرون څه باندې ۹۰۰افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
۱ ثور ۱۴۰۴

پاکستان؛ پرون څه باندې ۹۰۰افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان حکومت پرون د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

 د کډوالو په دغه جوپه کېد اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي. 

د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي. 

په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو. 

د مالوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

مطالب

پاکستان؛ پرون څه باندې
۹۰۰افغان کډوال
افغانستان ته ستانه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ