Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نړیوال بانک: افغانستان کې پوروړي نه‌یو.
۳۰ ثور ۱۴۰۴

نړیوال بانک: افغانستان کې پوروړي نه‌یو.



نړیوال بانک نن (سه‌شنبه، ثور ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې هېڅ پوروړي نه‌دي او په دې اړه راپورونه ناسم دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې وروستۍ ورکړې هغو باقي پاتې شویو پورونو پورې تړاو لري چې د افغانستان مخکینی حکومت له یوشمېر قراردادي شرکتونو پوروړی وو.

د خبرپاڼې یوه برخه کې ویل شوي چې دغه ورکړې د هغو پروژو په چوکاټ کې ترسره شوي چې د ۲۰۲۱ کا د اګست له ۱۵مې وړاندې د مخکیني حکومت سقوط پرمهال، د نړیوال بانک له لوري تمویل شوي وو او د قراردادي شرکتونو له هغې نېټې وړاندې خپلې ژمنې ترسره کړي دي.

نړیوال بانک زیاته کړې چې دغه قراردادونه د افغانستان مخکیني حکومت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي وو او د دغو پورونو د ورکړې مسوولیت د هماغه حکومت په غاړه دی، نه د نړیوال بانک.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې نړیوال بانک د خپلواکه بنسټونو له کره او دقیقې اعتبارسنجۍ وروسته، یوازې په استثنايي بڼه د ورکړې پروسه اسانه کوي، خو د قراردادونو لوری نه‌دی.

دغه بانک همدارنګه ټینګار کړی چې د مخکینیو پروژو د چارو له سره پیلولو په اړه هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

د نړیوال بانک دغه اعلامیه داسې حال کې خپریږي چې تېره ورځ د اسلامي امارت د مالیې وزارت یوه خبرپاڼه کې وویل چې نړیوال بانک افغانستان کې خپل دفتر پرانیستی دی.

دغه وزارت ویلي وو چې نړیوال بانک له لوجیستکي او پراختیايي شرکتونو ۵۰ میلیون ډالره پوروړی دی او دغو شرکتونو ته یې د پور ورکولو پروسه هم پیل کړې ده.

مطالب

نړیوال بانک
افغانستان کې پوروړي نه‌یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ