Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فراه کې په ۱۳۴ جريبه ځمکه معیاري تفريحي پارک جوړېږي.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

فراه کې په ۱۳۴ جريبه ځمکه معیاري تفريحي پارک جوړېږي.

د فراه ښاروال سردار محمد مرصاد ویلي چې د ښاروالۍ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو په هلوځلو او د يوې منلې هوکړې له مخي د نوروزي سړک په سلطان مير سيمه کې غره ته څېرمه له کرنې رياست څخه شاوخوا ۱۳۴ جريبه ځمکه بېله کړې، چې د خصوصي سکتور له لارې او د ځانګړي پلان له مخې به په نږدې راتلونکي کې پرې معياري تفريحي پارک جوړ شي. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې دغه تفريحي پارک به د جومات، لوبو ډګرونو، خوړنځایونو او ناستې غرفو درلودونکی هم وي. بل خوا ښاري اوسيدونکي هم د ښاروالۍ رياست د دغه اقدام او پلان تود هرکلی کوي او وايي چې دغه پارک به د ځوانانو د ساتېرۍ ترڅنګ د دوی لپاره ارام چاپيریال هم رامنځته کړي.

مطالب

فراه کې په ۱۳۴ جريبه
ځمکه معیاري تفريحي
پارک جوړېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ