Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ پر ایران د احتمالي برید لپاره د سیاسي مشروعیت په لټه کې دی.
۱۸ حمل ۱۴۰۴

ټرمپ پر ایران د احتمالي برید لپاره د سیاسي مشروعیت په لټه کې دی.

ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې په منځني ختیځ کې ډیپلوماتان په دې باور دي چې ډونالډ ټرمپ د “فعال ګواښونو” له لارې د اسلامي جمهوریت د محدودولو په لټه کې دی او په ورته وخت کې هڅه کوي چې پر ایران د احتمالي برید لپاره سیاسي مشروعیت پیدا کړي. 

ټایمز د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي، چې د اسراییلو له دوو سترو هوايي بریدونو وروسته چې د ایران د رادار او هوايي دفاعي سیسټم په اغېزمنه توګه یې نابود کړ، د دغه ډول برید د احتمالي وخت په اړه څېړنه کېږي. 

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی، که تهران له نوي اټومي تړون سره موافقه ونه کړي، دوی به پوځي اقدام وکړي.

مطالب

ټرمپ پر ایران د احتمالي برید
لپاره د سیاسي مشروعیت په لټه کې دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ