Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کاناډا یوه اوسېدونکي د څلورم ځل لپاره د یو میلیون ډالر لاټري وګټله.
۱۳ جوزا ۱۴۰۴

د کاناډا یوه اوسېدونکي د څلورم ځل لپاره د یو میلیون ډالر لاټري وګټله.



د کاناډا د البرټا ښار یوه اوسېدونکي د څلورم ځل لپاره د لاټري ګټونکی شو او یو میلیون ډالر جایزه یې، ترلاسه کړه.

د کاناډا د رسنیو د راپورونو له مخې، د لیتبریج اوسېدونکی ډیویډ سرکین د ۲۰۲۵ کال د مې په درېیمه د ۴۹-۶ ګولډبال په نوم قرعه‌کشۍ کې یو میلیون ډالر ګټلي دي.

دغه کس تېرکال هم دوه ځلې د لاټري ګټونکی شوی و. د تېرکال اګست په ۲۰مه کله چې هغه د «لاټري‌میکس» ۵۰۰،۰۰۰ ډالر وګټل او د همدغه کال د نومبر پر ۱۶مه، هغه د ۴۹-۶ په نوم لاټري کې یو میلیون ډالر وګټل.

ډېوېډ سرکین په ټولیزه توګه په نهو میاشتو کې ۲.۵ میلیونه ډالر ګټلي دي. نوموړی ۱۲ کاله وړاندې هم یوه جلا قرعه‌کشۍ کې ۲۵۰،۰۰۰ ډالر هم ګټلي و.

هغه رسنیو ته ویلي: «زه پوهیږم چې د دې احتمال ډېر کم دی؛ فکر مې نه‌کاوه چې دا به بیا پېښ شي، خو لاهم خوښوم چې د لاټري ټکټونه واخلم.»

لوتومکس لاټري کې د کټلو چانس یو پر ۳۳ میلیونه دی. سرکین وايي چې له ۱۹۸۲ کال راهیسې د لوتو ۶-۶۹ لاټري ټکټونه اخلي. «زه له سرطان د بېرته روغو شویو له ډلې یم او تقاعد شوی یم، نو له هر څه ډېره مننه.»

ډېوېډ سرکین رسنیو ته ویلي چې په دې پیسو غواړي له خپلې مېرمنې سره چکر ته لاړ شي.

مطالب

د کاناډا یوه اوسېدونکي
د څلورم ځل لپاره
د یو میلیون ډالر لاټري وګټله

دا خبر نورو سره شریک کړئ