Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوه زرو اوښتی.
۱۲ حمل ۱۴۰۴

میانمار کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوه زرو اوښتی.

د فرانسې خبري اژانس د میانمار د پوځي حکومت له قوله راپور ورکړ، چې د میانمار د زلزلې د قربانیانو شمېر دوه زره او ۵۶ تنو ته رسېدلی دی. 

د راپورونو له مخې، ښایي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي، ځکه چې د دې هېواد له ډېرو سیمو سره د اړیکو لارې بشپړې پرې شوې دي. راپور کې راغلي، چې د دغې زلزلې پرمهال ۵۰ ماشومان هغه وخت مړه شول، چې د هغوی د وړکتون ټولګی راونړېد. 

د نړۍوالو رسنیو پربنسټ، د میانمار په دویم لوی ښار ماندالي او ځینو نورو ښارونو کې تر ټولو ډېرې ودانۍ له منځه تللي دي. میانمار درې ورځې وړاندې د مرستو غوښتنه کړې وه او تر اوسه د هند، چین، ټایلېنډ، مالیزیا، سینګاپور او روسیې دغه هېواد ته بشري مرستې او ژغورونکې ډلې لېږلې دي.

مطالب

میانمار کې د زلزلې له امله
د مړو شمېر له دوه زرو اوښتی

دا خبر نورو سره شریک کړئ