Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګري ملتونه: نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې خپلې پانګونې نه کموي.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

ملګري ملتونه: نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې خپلې پانګونې نه کموي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالو عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو په دغه هېواد کې خپلې پانګونې کمې نه‌کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) د یوه پیغام په خپرولو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالۍ عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له قوله ویلي، میلیونونه افغانان له لسیزو جګړو وروسته د بېرته راګرځېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې په افغانستان کې خپلې پانګونې کمې نه‌کړي.»

هغه څرګنده کړې چې د بودجې کمښت له افغانستان سره حیاتي مرستې تهدیدوي.

جمال ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان له خلکو د نړۍوالې ټولنې ملاتړ تر بل هر وخت ډېر اړین دی.

مطالب

ملګري ملتونه
نړۍواله ټولنه دې
په افغانستان کې خپلې پانګونې نه کموي

دا خبر نورو سره شریک کړئ