Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اوکراین کې د «میراژ‌۲۰۰۰» جېټ‌الوتکه لوېدلې.
۱ اسد ۱۴۰۴

اوکراین کې د «میراژ‌۲۰۰۰» جېټ‌الوتکه لوېدلې.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې د لومړي ځل لپاره  د میراژ‌۲۰۰۰ په نوم د دغه هېواد یوه جنګي جېټ‌الوتکه لوېدلې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه بېګاه شپه «چنګاښ‌۳۱مه» رامنځته شوې او پېلوټ ژوندی دی. زېلېنسکي نن چهارشنبه، ویلي: «له بده‌مرغه چې دغه جېټ‌الوتکه مو له لاسه ورکړې ده. دا فرانسوۍ جېټ الوتکه لوېدلې او پېلوټ په بریالۍ توګه له الوتکې د فراشوټ په مرسته وتلی دی. د الوتکې لوېدل د روسیې کار نه‌دی.»

د اوکراین پوځ هم د دې الوتکې لوېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د پېښې له امله چاته زیان نه‌دی اوښتی.

د فرانسې میراژ‌۲۰۰۰ جېټ‌الوتکو پیلوټان د فرانسې په ختیځ کې روزل شوي، څو د داسو جنګي الوتکو جوړولو شرکت له دې الوتکو په جګړه کې کار واخلي.

د روان کال په لومړیو کې اوکراین ته د فرانسې د پوځي مرستې د یوې برخې په توګه د یاد جېټ‌الوتکو لېږد پیل شوی، څو د روسیې پروړاندې روانه جګړه کې ترې استفاده وکړي.

مطالب

اوکراین کې
د «میراژ‌۲۰۰۰» جېټ‌الوتکه لوېدلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ