Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلو یمن کې پر حوثیانو توغندیز برید کړی.
۳۰ سرطان ۱۴۰۴

اسراییلو یمن کې پر حوثیانو توغندیز برید کړی.

د اسراییلو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې یمن کې یې، د حوثي ډلې پر اهدافو د ډرون بریدونه کړي دي.

وړاندې داسې ویل شوي و چې دغه برید د جېټ‌الوتکې له لوري شوی، خو د اسراییلو دفاع وزارت وايي، د حوثیانو پر اهدافو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.

په دغه برید کې د حوثي ډلې اړوند موټر، د تېلو کانټېنرونه، سمندري کښتۍ او نور بنسټونه په نښه شوي دي.

یمن کې د حوثي ډلې تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په یمن کې د اسراییلو د هوايي ځواکونو ټول پخوانیو بریدونو کې چې له اسراییلو څخه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، جنګي الوتکو د تېلو وړونکې او جاسوسي الوتکو په‌کې برخه لرله.

د یمن حوثي ډلې چې د دغه هېواد ډېره برخه باندې واک لري، د غزې پر ملاتړ وخت ناوخت پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کوي.

مطالب

اسراییلو یمن کې
پر حوثیانو توغندیز برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ