Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مالیزیا د فلسطینیانو بیامېشتېدو سره کلک مخالفت ښودلی.
۱۸ دلو ۱۴۰۳

مالیزیا د فلسطینیانو بیامېشتېدو سره کلک مخالفت ښودلی.

مالیزیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې غواړي فلسطینیان بیامېشت کړي او پر غزې ولکه ترلاسه کړي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت «پنج‌شنبه، فبرورۍ شپږمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدل، قومي تصفیه، له نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د ګڼو پرېکړه‌‌لیکونو سرغړونه ده.

مالیزیا ټينګار کړی چې دغه هېواد د فلسطینیانو د بیامېشتېدو کلک مخالف دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې مالېزیا د فلسطین له خلکو سره ولاړ دی او په منځني ختیځ کې د سولې یوازینۍ حل لپاره د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین رامنځته کول دي.

مالیزیا همداراز پر نړیوالو غږ کړی چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د تل‌پاتې سولې او دایمي حل لپاره بېړني اقدامات وکړي.

د مالیزیا د ټولو نفوس دوه پر درېیمه برخه کې مسلمانان دي، له اسراییلو سره ډيپلوماټيکې اړیکې نه‌لري او د فلسطینیانو ملاتړ کوي.

مطالب

مالیزیا
د فلسطینیانو
بیامېشتېدو

دا خبر نورو سره شریک کړئ