Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی.
۲۴ جدی ۱۴۰۳

لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی.

د لوګر  د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول فهیم‌الله لودین زینت راډیو ته وویل، یاد کس چې شاوخوا ۴۰ کاله عمري لري، په مرموز ډول وژل شوی دی.


نوموړي وویل، له یاد کس جسد سره هېڅ ډول اسناد نشته چې وژل شوی کس څوک او د کومې سیمې اوسېدونکی دی.

لودین زیاته کړه، د دې سړې جسد د مرکز پل‌علم ښار له «قصابانو» سیمې څخه ترلاسه شوی او د پېژندنې لپاره د لوګر عدلي طب ته استول شوی دی.


باید وویل شی چې له دې وړاندې هم د لوګر  په بره‌کي برک ولسوالي کې د یوه کس مړی موندل شوی و.

مطالب

لوګر
د عامې روغتیا ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ