Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

احمد قربانوف: افغانستان کې د سولې او بشري ملاتړ لپاره ژمن یو.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

احمد قربانوف: افغانستان کې د سولې او بشري ملاتړ لپاره ژمن یو.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، احمد قربانوف، د اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې، پاولا پامپولوني، سره د سیمه‌ییز امنیت، د افغانستان د وضعیت او اقتصادي همکاریو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

 قربانوف ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانانو د بشري ملاتړ لپاره ژمن دی او هڅه کوي د دغه هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ په موخه نوښتونه پراخ کړي.

 د راپور له مخې، دواړو لورو د ترکمنستان ـ افغانستان د رېل‌پټلۍ د پروژې ترڅنګ د انرژۍ او ټرانسپورټي دهلېزونو د پراختیا، او د سترو بنسټیزو پروژو پر همکارۍ خبرې کړې دي.

مطالب

احمد قربانوف
افغانستان کې د سولې
او بشري ملاتړ لپاره ژمن یو

دا خبر نورو سره شریک کړئ