Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د یوې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیول شوې.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

خوست کې د یوې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیول شوې.



خوست کې امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت اړوند سیمه کې د یوې نجلۍ له اعتراض وروسته د نوموړې د جبري نکاح مخه یې، نیولې ده.

د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګربز ولسوالي له جنايي جرمونو سره د مبارزې امریت منسوبینو د دې جبري نکاح مخه نیولې.

د خبرپاڼې له مخې، د نجلۍ د عرض‌پاڼې پر بنسټ یې، هغه کسان نیولي چې غوښتل يې دغه نجلۍ پرته د نوموړې له خوښې یوه کس ته په زور په نکاح کړي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې امنیتي ځواکونو د نجلۍ پلار، ورور او تره نیولي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې مسوولان د مېرمنو شرعي او اسلامي حقوقو ته ژمن دي او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي.

مطالب

خوست کې د یوې نجلۍ
د جبري نکاح مخه نیول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ