Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان بانک: تېر کال ۳٫۳میلیارده زاړه بانک‌نوټونه سوځول شوي.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

د افغانستان بانک: تېر کال ۳٫۳میلیارده زاړه بانک‌نوټونه سوځول شوي.

د افغانستان بانک ویلي، چې د تېر یوه کال په لړ کې یې څه باندې درې مېلیارده او ۳۰۰ میلیونه زاړه بانک‌نوټونه راټول او سوځولي دي. 

د یاد بانک ویاند حسیب‌الله نوري ویلي، چې د پولي معقولو سیاستونو پر بنسټ به، نوي بانک‌نوټونه چاپ او د هېواد په بازار کې به ووېشل شي.

 په همدې حال کې کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانيو بانکنوټونو د زړښت د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې د مالي او بانکي سیستم لپاره یو مشخص طرز العمل جوړ شي. 

د هېواد په بازارونو کې د افغانیو د زړو بانکنوټونه ګردښت هغه ستونزه ده، چې تل ترې شکایت کېږي؛ خو د مخنیوي لپاره یې لاهم بېلابېلو حکومتونو کوم مشخص میکانیزم نه‌دی جوړ کړی.

مطالب

د افغانستان بانک
تېر کال ۳٫۳میلیارده زاړه
بانک‌نوټونه سوځول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ