Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګو ولایت کې ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۶ دلو ۱۴۰۳

میدان وردګو ولایت کې ترافیکي پېښه کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ميدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ اړوند کابل _ کندهار پرعمومي لويه لار  په زرني سیمه کې د ۵۸۰ او فلانکوچ ډوله موټرو ترمنځ د ترافيکی  پېښه رامنځ ته شوې چې له امله  یې څلور تنه مړه شوي او لس نور ټپيان دي. د یادې پېښې په فلانکوچ ډوله موټر کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي او د درېيو ښځو په ګډون ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. ټپيان شوی کسان د امنيتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ د همدې سیمې نږدې روغتون ته انتقال شوي دي.

مطالب

میدان وردګو ولایت کې
ترافیکي پېښه کې
۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ