د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه لرونکو ګولیو د پلور په تور دوه درمل پلورونکي نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه نن دوشنبه، غويي ۲۲مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو د خوست ښار دواخانو لین او کاروان سرای سیمه کې درملتونونه لرل او د نشهلرونکو ګولیو د خرڅلاو په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې له نیول شويو کسانو سره شاوخوا څلور زره نشه کوونکې ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
خوست کې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د نشهيي توکو د پلور ترڅنګ د قاچاق مخه هم نیولې او په تړاو یې، ځینې تورن کسان هم نیول شوي دي.