Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکوي.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

امریکا په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکوي.

د امریکا حکومت په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوالو ته اعلان کړی، که په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي، ۱۰۰۰ ډالر به ورکړي.

د امریکا کورني امنیت وزارت مسوولان وايي، په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته د سفر د لګښت ترڅنګ، یو اپلېکېشن هم جوړ کړی چې وکولای شي، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره ځان ثبت کړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «هغه کډوال چې د CBP One  اپلېکېشن له لارې چې پخوا د CBP Home په نوم پېژند‌کېده، په خپله خوښه ستنېدو لپاره نوم لیکنه کولای شي او نور به د توقیف او اېستلو لپاره د لومړیتوب نوملړ کې نه‌وي. دوی به مستقیم مالي مرسته، د سفر اسانتیاوې او نور فرصتونه ترلاسه کړي چې بېرته هېواد ته په منظم ډول ستانه شي.»

واک ته د ډونالډ ټرمپ له ستنېدو راهیسې له امریکا څخه شاوخوا ۱۵۲۰۰۰ ناقانونه کډوال له دغه هېواد اېستل شوي دي.

د ټرمپ ادارې هڅه کړې چې د سختو جریمو ګواښونو، د قانوني حیثیت د لغوه‌کولو او د ګوانتانامو خلیج، کیوبا او ایلسلوادور زندانونو ته د لېږد په څېر ګواښونو سره دغه هېواد کې ناقانونه کډوال او پناه‌غوښتونکي وهڅوي، څو په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

مطالب

امریکا په خپله خوښه
تلونکو ناقانونه
کډوالو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ