د امریکا په مینیسوټا ایالت کې یوه کس د پولیسو په جامه کې د ایالتي شورا یوه ډیموکراټه غړې او د هغې خاوند وژلی دی.
رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د امریکا پولیس او فډرال څېړنیزه اداره د دغه ۵۷ کلن شکمن کس په لټه کې دي.
د مینیسوټا والي ټیم ولز بیا دغه پېښه سیاسي ترور بللی ده.
پولیسو ویلي چې مشکوک کس پر یوه بل وکیل هم ډزې کړي او ټپي کړی یې دی.