Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

فاریاب کې د یوې تپې ښویېدو پېښه؛ یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

فاریاب کې د یوې تپې ښویېدو پېښه؛ یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي.

فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې تپې ښویېدنې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي وویل چې پرون (چهارشنبه) له غرمې مخکې د قیصار ولسوالۍ د حیدرخانې کلي پر یوه اوسېدونکي د کوهي کلي په ساحه کې د خاورو وړلو پر مهال تپه ښویېدلې او ترې لاندې شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې له امله د علي‌احمد په نوم یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، ټپیان د خپلو خپلوانو له لوري د فاریاب ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

مطالب

فاریاب کې د یوې تپې ښویېدو پېښه
یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ