Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بغلان کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

بغلان کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې.

د بغلان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ رغولو چارې بشپړې شوې دي.

 د مسوولینو په خبره دغه ودانۍ د غلام جیلاني جلالي بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده. 

په ورته وخت کې د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي د یادې ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه بنسټ له همکارانو مننه وکړه او د پوهنې په برخه کې یې د نورو بنسټونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

 په یاده غونډه کې ځایي چارواکو هم د ټولنې په پرمختګ کې د زده کړې رول مهم وباله او کورنۍ یې وهڅولې چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

مطالب

بغلان کې د ۱۳ میلیونه افغانیو
په لګښت د ښوونځي
ودانۍ جوړه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ