Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د کلدارو پر راکړې ورکړې بشپړ بندیز ولګېد.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

ننګرهار کې د کلدارو پر راکړې ورکړې بشپړ بندیز ولګېد.

د ننګرهار سرپرست والي مسوولینو ته د يوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې امر کړی، چې په پاتې محدودو سيمو کې هم د راکړې ورکړې پرمهال د پاکستانۍ کلدارۍ د کارونې مخنيوی وکړي او افغانۍ په بشپړ ډول ترويج کړي. نوموړي ویلي، چې شينواري، سپين غر، اچين، لعلپوره، مومنددره، نازيان او دوربابا هغه ولسوالۍ دي، چې د کلدارو چلند پکې محدود دی، خو بايد په بشپړ ډول يې مخنيوی وشي او ټوله راکړه ورکړه په افغانيو ترسره شي.

مطالب

ننګرهار کې د کلدارو
پر راکړې ورکړې
بشپړ بندیز ولګېد

دا خبر نورو سره شریک کړئ