Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان او ایران دوو میاشتو کې څه باندې ۲۷زره افغانان هېواد ته راستانه کړي.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

پاکستان او ایران دوو میاشتو کې څه باندې ۲۷زره افغانان هېواد ته راستانه کړي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه ونه‌کړي.

کابل کې د ایران سفارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې سرپرست حکومت سره هوکړه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنیو ته وویل، افغانان دې په جبري ډول نه‌بلکې د منظمې کړن‌لارې پر بنسټ، افغانستان ته ستانه کړل شي.

هغه وویل:«زموږ غوښتنه له ټولو ګاونډیو هېوادونو څخه دا ده چې دوی باید له کډوالو سره له زغم کار واخلي؛ د کډوالو مسله دوه اړخیزه مسله ده او یو اړخیزې پرېکړې، نه د دوی او نه هم زموږ په ګټه دي او یو میکانیزم باید جوړ شي او د هغه میکانیزم پر بنسټ، افغانان کولای شي، په عزت سره هېواد ته راستانه شي؛ زموږ غوښتنه له افغانانو څخه دا ده چې دوی خپل هېواد ته په عزت او وقار سره راستانه شي، ځکه چې دلته شرایط د دوی لپاره برابر دي.»

حقاني زیاتوي چې د روان ۲۰۲۵ کال جنوري او فبروري میاشتو کې نږدې ۲۸ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راګرځول شوي دي. «دوو میاشتو کې شپږ زره او ۱۸۸ کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو راغلي چې ۲۷زره او ۴۰۰ کسان کېږي. له پاکستان ۱۲۲۵ کورنۍ او له ایران ۴۸۳۳ کورنۍ او له ترکیې ۶۰ کورنۍ بېرته راغلي دي.»

له دې سره، یوشمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستان او ایرانه اېستل شوي، افغانستان کې د ژوند فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

له پاکستان اېستل شوی افغان اجمل وویل: «مخکې پاکستان کې وم او ترکاري مې خرڅوله، خو د پاکستان پولیسو په تنګولم او څه موده کېږي چې افغانستان ته راغلی یم او بد وضعیت کې یم.»

نجیب چې له ایران هېواد ته راستون شوی، وايي، «موږ په خپله خوښه نه‌یو راغلي، موږ یې په زور شړلي یوو او موږ د ۱۶ ورځو لپاره له دې هېواد څخه راوشړل شو. په نورو هېوادونو کې د یوه افغان نوم د کډوال او بدبخته کس څخه ډېر څه نه‌دي. زموږ راتلونکی لاهم روښانه نه دی، موږ نه پوهیږو چې وضعیت به څنګه شي.»

یوشمېر هغه افغانان چې اوس هم پاکستان او ایران کې دي، وايي، د هرې ورځې په تېرېدو دغو دواړو هېوادونو کې د افغانانو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه کیږي

پاکستان کې افغان کډوال نوري وویل: «موږ د پاکستان د حکومت له‌خوا تر سخت فشار لاندې یوو، هرځای مو دروي، دوی موږ تر لوی ذهني او احساساتي فشار لاندې راولي او زموږ ژوند په هر ځای کې په خطر کې دی.»

تېره پنجشنبه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران او پاکستان له سفیرانو سره لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې هېوادونه یې د افغان کډوالو پر وړاندې انساني چلند وکړي.

مطالب

پاکستان او ایران
څه باندې ۲۷زره افغانان

دا خبر نورو سره شریک کړئ