Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اېتامار بین‌ګوېر: د اسراییلو د دښمنانو پروړاندې د دوزخ دروازې پرانېزئ.
۴ سرطان ۱۴۰۴

اېتامار بین‌ګوېر: د اسراییلو د دښمنانو پروړاندې د دوزخ دروازې پرانېزئ.



د اسراییلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بین‌ګوېر وايي چې د اسراییلو د دښمنانو پر وړاندې باید د «دوزخ دروازې» پرانېستل شي.

بین‌ګوېر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو وویل، له ایران سره اوربند ته رسېدلي دي.

نوموړي له ریشیت‌بیت رادیو سره د مرکې پرمهال همداراز ټينګار کړی چې اسراییلو په ایران کې ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

د نوموړي په وینا، اسراییل باید له دې لاسته‌راوړنو ګټه واخلي او د ده په ټکو چې ټولو ته وښيي، «موږ د منځني ختیځ مالکان یوو.»

بین‌ګوېر چې د فلسطیني وګړو پر وړاندې په پرله‌پسې توګه د کرکجنو او پارونکو څرګندونو له امله د انګلستان، استرالیا، نیوزیلنډ او ناروې له لوري بندیز پرې لګېدلی، د نتن‌یاهو د کابینې له سخت‌دریځو څېرو دی چې ایران کې د نظام له بدلون ملاتړ کوي.

د اسراییلو د کورني امنیت وزیر همداراز له دې وړاندې هم غزه کې د حماس او فلسطینیانو پروړاندې کرکجنې څرګندونې کړې دي.

مطالب

اېتامار بین‌ګوېر
د اسراییلو د دښمنانو پروړاندې د دوزخ دروازې پرانېزئ

دا خبر نورو سره شریک کړئ