د لوګر ورزش او بدني روزنې آمریت مسؤلین وایي چې یادې سیالۍ د ٦٤ورزشکارانو ترمنځ د استاد عبدالفتاح سلطانې ورزشي کلپ کې ترسره شوې.
د لوګر ورزش او بدني روزنې آمر انجنیر مزمل نعیم زي وایي؛ دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پایله کې د ناک ډوان ورزشي کلپ لومړی مقام او د يارانو ورزشى کلپ دوم مقام ترلاسه کړې.
دغه راز نوموړي د یادو سیالیو څخه موخه د بوکس رشتې لپاره د ځوانانو هڅول، د دغې برخې د غوره څهرو پيداکول او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه یاده کړ.
د ویلو وړ ده چې د لوګر ورزش او بدني روزنې امریت له لوري غوره لوبغاړو ته بیلابیل ډالۍ هم ورکړل شوې.