Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ګوترېش: نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره مخ دي.
۱۵ حمل ۱۴۰۴

ګوترېش: نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ماینونو د پوهاوي د ورځې په مناسبت ویلي، چې اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.

ګوترېش زیاتوي، چې له دې ګواښونو د خوندیتوب لپاره باید نړۍوالې هڅې چټکې شي. 

د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو د پوهاوي نړیواله ورځ په ۲۰۰۵ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا ونومول شو او تر اوسه هرکال نمانځل کېږي.

مطالب

ګوترېش
نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه کسان
د ماینونو له ګواښ سره مخ دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ