د امریکا د مرستو ځنډېدل؛ هېواد کې د اُمېندواره مېرمنو مړینه زیاته شوې.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمهییز مشر پیو سمېت په دې وروستیو کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل به د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د مړینې او زیانمنېدو کچه لوړه کړي.
سمیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام به له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې د ۱۲۰۰ میندو د مړینې لامل شي.
هغه زیاته کړه چې د مرستو د بندیدو په پایله کې به په افغانستان کې له ۹ میلیونو څخه زیات خلک او په پاکستان کې له ۱.۲ میلیونو څخه زیات افغان کډوال د طبي مرکزونو د تړل کیدو له امله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
پیو سمیټ، وايي: «کله چې زموږ پروژې تمویل نه شي، ښځې مجبورې دي چې یوازې او په ناپاکو شرایطو کې زیږون وکړي.” ماشومان به د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري؛ که موږ افغانستان ته پام وکړو، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ، اټکل کوو چې د متحده ایالاتو د ملاتړ نشتوالی به د زیږون پرمهال د ۱۲۰۰ میندو د مړینې او د امیندوارو میرمنو شمېر زیات شي.»
د هېواد په ځینو برخو کې یوشمېر ښځې هم په خپلو سیمو کې د روغتیایی خدمتونو د کموالي یا نهشتون څخه شکایت کوي. دوی وايي چې دا وضعیت د امیندوارو مېرمنو یا د هغوی د ماشومانو د مړینې لامل شوی دی.
د هرات د غوریان ولسوالي اوسېدونکې ثریا وايي: «کلینیک به پخوا داکټرانو معاینه کوله او درمل به یې، ورکول، خو اوس نشته؛ مېرمنې اړ دي چې څلورو دیوالو کې ماشوم راوړي، کله دایه نهوي، کله مېرمنې وینې بهېدنه لري، دایه هم نهپوهېږي، څو ورځې وړاندې مې خور خپل ماشومان له لاسه ورکړ، ډاکټر نهو.»
همدشان یوشمېر نورې مېرمنې د روغتیايي مرکزونو د لرېوالي او په خپلو سیمو کې د درملو د ټیټ کیفیت څخه هم شکایت کوي.
د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکې زینب رسنیو ته ویلی: «دلته چې ژوند کوو، کلینیک نشته، که شته هم لرې ده، کلینیک کې درمل نشته، ټولو ناروغانو ته یو ډول درمل ورکوي، معاینه سمه نهکوي.»
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم د دوشنبې پر ورځ په یوه راپور کې وویل چې افغان ښځې په خپلو سیمو کې د خوندي او اغیزمنې روغتیایی پاملرنې نشتوالي له امله د مړینې د زیاتوالي او ډیرو ناروغیو د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.
دې صندوق دا هم ویلي چې په ټول هېواد کې ښځو ته د روغتیايي خدماتو او پاملرنې چمتو کول اړین دي.