Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس: عرب او اسلامي هېوادونه دې د نسل‌وژنې درولو لپاره مداخله وکړي.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

حماس: عرب او اسلامي هېوادونه دې د نسل‌وژنې درولو لپاره مداخله وکړي.

فلسطین کې د حماس ډلې چارواکو د نړۍ پر اسلامي او عرب هېوادونو غږ کړی چې غزه کې د اسراییلو له لوري د روانې نسل‌وژنې د مخنیوي لپاره دې په بېړنۍ توګه مداخله وکړي.

حماس پر خپل ټېلېګرام لیکلي: «د بې‌ځایه شویو خېمو په نښه کول او د ملکیانو سره یوځای یې سوځول، یو ظالمانه جرم دی چې د نتانیاهو د جنګي مجرم حکومت د فاشیزم او د ټولو بشري قوانینو او نورمونو څخه د هغه ښکاره سرغړونه ښيي.»

د حماس په بیان کې همداراز پر امریکا تور لګول شوی چې غزه کې د روان وضعیت مسوول دی.

حماس ویلي: «د ترهګرو اشغالګرو حکومت ته سیاسي او نظامي پوښښ ورکولو سره، د امریکا اداره په غزه کې د ماشومانو، ښځو او لویانو په ګډون د بې‌ګناه ملکیانو په نښه کولو سره د دې زیاتېدونکي لېونتوب مستقیم مسوولیت لري.»

اسراییلو یوازې نن د غزې په المواسي سیمه کې چې خوندي سیمه بلل شوې، د بې‌ځایه شویو پر خېمو مرګوني بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې څه باندې ۱۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۳۶ یې، المواسي کمپ کې وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مطالب

حماس: عرب او اسلامي هېوادونه دې
د نسل‌وژنې درولو لپاره مداخله وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ