Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بهرنیو چارو وزیر د پولنډ له ځانګړي استازي سره کتلي.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزیر د پولنډ له ځانګړي استازي سره کتلي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سابکو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

 په خبرپاڼه زیاتوي چې متقي له پولنډ سره د سیاسي اړیکو د ډېرېدو غوښتنه کړې او پولنډي سوداګرو ته یې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

 په خبرپاڼې کې راغلي چې د پولنډ استازي د سرپرست حکومت له خوا له فساد سره د مبارزې او امنیت هڅې ستایلې دي. هغه ژمنه کړې چې په اروپايي هېوادونو او پولنډ کې به د افغان کډوالو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

مطالب

د بهرنیو چارو وزیر
د پولنډ له ځانګړي استازي سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ