Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې په ۳۴۲زره ډالرو یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې.
۱۰ حوت ۱۴۰۳

لغمان کې په ۳۴۲زره ډالرو یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې.



لغمان کې د یو‌اېن‌اېج‌سي‌ار په مالي لګښت د مرکز په بدېع‌الاباد سیمه کې بېرته راستنېدونکو ته په ۳۴۲زره ډالرو یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه ښونځی د کډوالو چارو د ریاست تر چتر لاندې او د یو‌اېن‌اېچ‌سي‌‌ار موسسې په مالي لګښت د لغمان مرکز اړوند بدیع الاباد سیمه کې د راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شویو او د سیمې اوسېدونکو لپاره جوړېږي.

د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمان بلال رسنیو ته وویل: «دغه پروژه د یونیسیار موسسې په ملاتړ د ۳ لکه ۴۲ زره ډالرو په ارزښت ترسره کېږي چې د نجونو د ښونځي له پاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړېدل پکې شامل دي.»

د نوموړي په وینا، دغه ودانۍ ۱۲ درسي خونې، برښنا سېسټم ، د برښنا تولید له پاره د لمریزې بریښنا سیستم، د اوبو رسولو شبکه، میزونه او څوکۍ ترڅنګ، همدارنګه د ودانۍ احاطه شامله ده.

په ورته مهال سیمې اوسېدونکي محمدنسیم د خپلو اولادونو ښوونې لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړول اړین وبلل او په دې برخه کې یې د ولایتي ادارې څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

مطالب

لغمان کې په ۳۴۲زره ډالرو
یوه ښوونځي ته د ودانۍ
جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ