Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مسکو کې چاودنه؛ روس‌پلوی قومندان وژل شوی او څلور کسان ټپیان دي.
۱۶ دلو ۱۴۰۳

مسکو کې چاودنه؛ روس‌پلوی قومندان وژل شوی او څلور کسان ټپیان دي.

د روسیې پلازمېنې مسکو کې د یوې چاودنې له امله اوکراینی بېلتون غوښتونکی لوړپوړی پوځي قومندان ارمن سرکیسیان وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان دي.

پېښه دوشنبه، فبرورۍ درېیمه د مسکو شمال لوېدیځ «الپه‌پاروسا» سیمه کې کرملین ته په ۱۲ کیلومټرۍ کې شوې.

د روسیې تاس خبري اژانس د راپور له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې سرکیسیان له خپلو ساتونکو سره یادې ودانۍ ننوت.

سرکیسیان په دونټسک کې د روسیې تر ټولو په لوړه کچه پوځي قومندان دی چې د اوکراین پرضد یې، جګړه کوله.

سرکیسیان د اوکراین مخکیني ولسمشر وېکټور یانوکووېچ له نږدې ملګرو څخه و چې د روسیې له ملاتړو بلل کېږي. پر ارمن سرکیسیان تور و چې د ۲۰۱۴کال پرمهال یې، اوکراین کې اعتراضونه ځپلي دي.

په ۲۰۲۲کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، ارمن سرکیسیان په دونباس سیمه کې د ارمني ځواکونو ډله جوړه کړه او د ۲۰۲۳کال پرمهال د اوکراین پر ضد جګړه کې له روسیې سره یوځای شول.

د نوموړي تر امر لاندې ځواکونو لومړی دونتسک او وروسته بیا کرسک کې د اوکراین پرضد جګړه پیل کړه.

مطالب

مسکو کې چاودنه
روس‌پلوی قومندان
وژل شوی
او څلور کسان ټپیان دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ