Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان ته د روسیې د ګازو په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
۷ حمل ۱۴۰۴

افغانستان ته د روسیې د ګازو په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

رویټرز د خپلو صنعتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د روسیې د اوبلنو ګازو په صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی او کچه یې ۷۱ زرو متریک ټنو ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، سوداګر تمه لري چې افغانستان ته د اوبلنو ګازو صادرات له دې هم زیات شي. د سوداګرو په خبره، افغانستان په کلني ډول کابو ۷۰۰ زرو متریک ټنو اوبلنو ګازو ته اړتیا لري. د صنعتي سرچینو په خبره، د قزاقستان کازروس ګازو د ګډې پروژې په ګډون د روسیې له کارخونو څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې د اوبلنو ګازو «اېل‌پي‌جي» رسول د روان کال د جنورۍ – فبرورۍ په میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پرتله ۸۰ سلنه ډېر شوي چې کچه یې ۱۴۰ زرو متریک ټنو پورې رسېدلې ده. رویټرز په ۲۰۲۳ کال کې هم راپور ورکړی و چې د روان کال له جنورۍ تر نومبر پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د اوبلنو ګازو لېږد له ۱۷۶ زرو ټنو پورته تللي چې د ۲۰۲۲ کال همدې مودې پرتله دوه برابره زیاتوالس ښيي.

مطالب

افغانستان ته د روسیې
د ګازو په صادراتو کې
۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ