Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نور جلال جلالي: د درملو او خوړو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح شو.
۳ سرطان ۱۴۰۴

نور جلال جلالي: د درملو او خوړو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح شو.



د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د سې‌شنبه په ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د اسلامي امارت مشر د درملو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح کړی.

هغه دغې غونډې ته وویل، د هېواد بازارونو ته پر یو شمېر قاچاقي لارو په زیاته اندازه درمل، خوراکي توکي او طبي محصولات واردېږي او بازار ته لاره پیدا کوي.

د ده په وینا، دغه توکي د کیفیت او خوندېتوب په برخه کې د ډاډ وړ نه‌دي او ورڅخه ګټه اخیستل کولی شي د هېوادوالو روغتیا ته زیان ورسوي.

هغه وویل: «د اسلامي امارت د مشر له لوري د دغه قانون توشېح کېدل یوه لاسته راوړنه ده. د یاد قانون پر اساس به تر دې وروسته د بې‌کیفیته خوراکي توکو او درملو مخنیوی وشي. د عامې روغتیا وزارت د دغه برخه کې د خپل مسوولیت پر اساس، د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره یو لړ اقدامات ترلاس لاندې نیولي دي.»

ښاغلي جلالي زیاته کړه چې د درملو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون په څلورو څپرکو، دریو برخو او ۳۴ مادو کې توشېح شوی.

هغه له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې د دغه قانون د ګټو په تطبیق کې عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت د یادې غونډې په پای کې د درملو د تولید یوې کورنۍ خصوصي فابریکې ته د کیفیت د تضمین سند هم توزیع کړ.

مطالب

نور جلال جلالي
د درملو او خوړو د قاچاق مخنیوي
قانون توشیح شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ