Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګ؛ د ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

میدان وردګ؛ د ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میدان وردګو ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د سید آباد ولسوالۍ د اونخي درې اړوند د حکیم خېلو په سیمه کې د یوه موټرسایکل د ټکر له امله یو تن مړ او ۲ نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره ټپیان د شیخ آباد ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یاد ولایت ځایي مسوولینو د پېښې لامل د موټرسایکل چلوونکي بې احتیاطي او چټکتیا ښودلې ده.

مطالب

میدان وردګ
د ترافیکي پېښې له کبله
۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ