Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د روسیې پینزا ولایت؛ افغانستان ته د توکو صادرات پیلوي.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

د روسیې پینزا ولایت؛ افغانستان ته د توکو صادرات پیلوي.

د روسیې سوداګر غواړي افغانستان ته صادرات پیل کړي او د افغانستان په وارداتو متکي مارکیټ کې خپله ونډه زیاته کړي.

 د روسیې د پینزا ولایت والي د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د « اننوپرام- منځنۍ اسیا» په نامه نندارتون کې د ګډون پر مهال اعلان وکړ، چې ولایت یې غواړي د خپلو صادراتو جغرافیه افغانستان ته وغځوي.

 اولیګ مېلنیچینکو پر خپلو ټولنیزو شبکو ولیکل، چې « موږ اراده لرو چې د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز له لارې خپل توکي افغانستان ته صادر کړو».

 نوموړي وویل، چې دغه مرکز د افغانستان او ازبکستان پر پوله د ازادې سوداګرۍ په سیمه کې فعالیت کوي. افغانستان ته د خپلو صادراتي پلانونو په اړه مېلنیچینکو د ازادې سوداګرۍ د «ایریتوم» سیمې له مرستیال مدیرسنجر صادقوف سره هم خبرې کړې دي.

مطالب

د روسیې پینزا ولایت
افغانستان ته
د توکو صادرات پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ