Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشد: لوګر کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوي.
۲۲ جدی ۱۴۰۳

راشد: لوګر کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې شوي.

د لوګر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې د ۲۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۴ پروژې پلې شوې دي.
د یاد ریاست رییس شیخ محمد قاسم راشد ویلي چې دغه پروژې د اسلامي امارت او همکارو موسسو په مالي ملاتړ د کال له پیل څخه تر دې دمه د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په یادو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، استنادي دېوالونه، خاورین بندونه، د سړکونو، کانالونو، پلچکونو جوړول، او نورې پرمختیايي چارې شاملې دي.
راشد زیاته کړې چې له دغو پروژو څخه څه باندې ۱۲۶ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه اخلي او د دې پروژو په پلې کېدو سره ۶۴۱۸ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي همدارنګه ویلي چې روان کال د یاد ریاست او همکارو موسسو په مالي ملاتړ، پر ۱۵۰۰۰ اړمنو کورنیو ۷۱۶ ټنه خوراکي توکي او ۱۵ میلیونه افغانۍ هم وېشل شوې دي.

مطالب

لوګر
د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ