Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خلیلزاد: پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي.
۲ حمل ۱۴۰۴

خلیلزاد: پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو “پراخ نقض” باید پای ومومي. خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې عمران خان باید را خوشې شي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان ولس د ښه وضعیت مستحق دی. خلیلزاد دا غوښتنه د بښنې نړیوال سازمان د هغې اندېښنې په تړاو کړې چې وايي، په پاکستان کې د بلوڅانو غیر قانوني نیول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د پاکستان حکومت وړمه ورځ د بلوڅانو د مرکزي کمېټې همغږی کوونکی ببرګ بلوڅ او د هغه ورور حمال بلوڅ په کویټه ښار کې نیولي دي.

مطالب

خلیلزاد: پاکستان کې
د بشري حقونو
نقض باید پای ومومي

دا خبر نورو سره شریک کړئ