Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان کې د سېلابونو له ‌امله ۴۵ کسان مړه شوي.
۹ سرطان ۱۴۰۴

پاکستان کې د سېلابونو له ‌امله ۴۵ کسان مړه شوي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

جیو نیوز ټلوېزیون په یوه راپور کې لیکلي چې د پاکستان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولینو پرون ویلي چې په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو ورېدو او سېلابونو راتلو له امله ۴۵ کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې تر ټولو ډېر ۲۱ کسان په خیبر پښتونخوا ایالت کې مړه شوي چې لس په‌کې ماشومان دي.

په راپور کې راغلي، د یادو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۳ کسان په پنجاب ایالت کې او ۱۱ په سند او بلوچستان کې مړه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستان د هواپېژندني ادارې نن د دوشبنې ورځ په کشمیر، پنجاب، اسلام‌اباد او د خیبرپښتونخوا ځینو سیمو کې د باران اټکل کړی دی.

مطالب

پاکستان کې د سېلابونو
له ‌امله ۴۵ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ