Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

احمدالشرع: د سوریې د ملت ګټې، له ویجاړۍ غوره ګڼوو.
۲۶ سرطان ۱۴۰۴

احمدالشرع: د سوریې د ملت ګټې، له ویجاړۍ غوره ګڼوو.

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمدالشرع پر دغه هېواد د اسراییلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې له جګړې وېره نه‌لري، خو په وینا یې، د ویجاړۍ پر وړاندې د ملت ګټو ته ورته لومړیتوب لري.

په ورته مهال د سوریې پوځ ویلي چې د امریکا په غوښتنه یې، د یاد هېواد له سویدا ښار څخه شاتګ کړی دی. دغه ښار کې د دروز ټولنې اکثریت وګړي مېشت دي.

احمدالشرع همداراز زیاته کړې چې د دروز ټولنې د وګړو د حقونو خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.

احمدالشرع نن پنجشنبه، جولای ۱۷مه د اسراییلو بریدونو په غبرګون کې یوې ټلویزیوني وینا کې وویل: «موږ له جګړې نه‌وېرېږو، موږ خپل عمر د خپلو خلکو دفاع او ستونزو سره مبارزې ته وقف کړی، خو د سوریې د ملت ګټې، له ویجاړۍ غوره ګڼوو.»

په ورته مهال الشرع په خپله وینا کې خبرداری ورکړی چې د سوریې خلک له جګړې نه‌وېرېږي او ټينګار یې کړی، که «کرامت یې، وګواښل شي، جګړې ته به اماده شي.»

مطالب

احمدالشرع: د سوریې د ملت ګټې
له ویجاړۍ غوره ګڼوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ