Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایلان ماسک په امریکا کې نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

ایلان ماسک په امریکا کې نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.

 امریکایي میلیاردر، د تسلا شرکت او د اېکس ټولنیزې رسنۍ مالک ایلان ماسک د «امریکا» په نوم نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.

ایلان ماسک پر خپله ټولنیزه رسنۍ (اېکس) لیکلي: «په دوه برابره رایو سره، تاسې نوی ګوند غواړئ او تاسې به یې ولرئ! کله چې زموږ هېواد د بې‌ځایه لګښتونو او فساد له امله دیوالي کېږي، موږ په اصل کې تر یوه ګوندي سیسټم لاندې ژوند کوو، نه په یوه رښتینې ډیموکراسۍ کې؛ نن د امریکا ګوند جوړېږي څو ستاسې ازادي بېرته درکړي.»

د راپورونو پر بنسټ، هغه دوه ورځې مخکې د اېکس په یوه نظرپوښتنه کې د نوي ګوند جوړولو په اړه رایه غوښتې وه چې څه باندې ۶۵ سلنه خلکو مثبته رایه؛ یعنې د ګوند جوړولو په اړه نظرونه ورکړي وو.

ماسک وروسته له هغه د دغه ګوند جوړولو اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خپل نوی مالیاتي قانون لاسلیک کړ.

دغه امریکایي میلیاردر ویلي، د ټرمپ دغه قانون به امریکا له ماتې سره مخ کړي.

د یادونې ده، د ټرمپ د بیاځلي واک ته رسېدو پر مهال ایلان ماسک د هغه له خوا د امریکا د اغېزمنتیا ادارې مشر وټاکل شو او د ټرمپ نږدې متحد ګڼل کېده، خو څه موده وروسته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د جدي اختلافونو له امله ماسک له ټرمپه خپله لار بېله کړه.

مطالب

ایلان ماسک په امریکا کې
نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ

ایلان ماسک په امریکا کې نوی سیاسي ګوند رامنځته کړ.