Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د «پاڼ» ښوویېدو له امله دوه کسان مړه شوي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

خوست کې د «پاڼ» ښوویېدو له امله دوه کسان مړه شوي.



د خوست په ځاځي ميدان ولسوالي کې د خاورې «پاڼ» ښوویېدو له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خوست امنيه قومنداني وياند طاهر احرار نن «سه‌شنبه، سلواغې ۳۰مه» سلام‌وطندار ته وويل چې د ځاځي ميدان ولسوالي کې د خاورې پاڼ ښوویېدو له امله دوه کسان ترې لاندې شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.

د احرار په وینا، پېښه د يادې ولسوالي د کوچکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي همداراز وویل، يادو دوو کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکو چې له دې پاڼ یې، خاوره وړه او پاڼ پرې راښوویېدلی او خپل ژوند یې، له لاسه ورکړی دی.

د خوست امنیه قومندان ویاند زیاته کړه چې د پېښې ځای ته د ځاځي میدان ولسوالي جنايي منسوبین ورغلي او جسدونه یې، کورنیو ته سپارلي دي.

مطالب

خوست کې د
«پاڼ» ښوویېدو له امله
دوه کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ