Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هند کې د مسافر وړونکې الوتکې لوېدل؛ ۲۴۲ کسان په کې سپاره وو.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

هند کې د مسافر وړونکې الوتکې لوېدل؛ ۲۴۲ کسان په کې سپاره وو.



د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، د لوېدیځ ښار احمداباد نړیوال هوايي ډګر کې نن پنجشنبه د آیر انډیا یوه مسافر وړونکې الوتکه تر الوتنې څو دقیقې وروسته لوېدلې ده.

د راپورونو له مخې، په دغه الوتکه کې شاوخوا ۲۴۲ کسان سپاره وو چې د لندن پر لور روانه وه.

تراوسه د الوتکې د غورځېدو لامل او د اوښتې مرګژوبلې شمېرې نه دي مشخصې شوي.

د هند هوايي چلند سرچینو هم پېښه تایید کړې ده.

د فلائټ راډار وېبپاڼې مالومات ښيي چې لوېدلې الوتکه بوئنګ ۷۸۷-۸ ډریم لائنر ډوله وه چې د وې ټي-اې این بي په نامه ثبت شوې وه.

آیر انډیا تر اوسه د پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي او د لامل په اړه یې څېړنې روانې دي.

مطالب

هند کې د مسافر وړونکې الوتکې لوېدل
۲۴۲ کسان په کې سپاره وو

دا خبر نورو سره شریک کړئ