Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې د واخان ملي شل‌اوریز جام کرکټ سیالۍ پیل شوې.
۷ سرطان ۱۴۰۴

کندوز کې د واخان ملي شل‌اوریز جام کرکټ سیالۍ پیل شوې.

کندوز ولایت کې د څلورو لوبډلو په ګډون د «واخان ملي شل‌اوریز جام» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د میوند اتلانو او پامیر لیجنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ نن پیل شوې د راتلونکې جولای میاشتې تر ۷مې نېټې به دوام وکړي چې په‌کې د هندوکش سټرایکر، میوند اتلان، ماهیپر ستوري او پامیر لیجنډز لوبډلې ګډون لري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به هره لوبډله شپږ – شپږ لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، یادې شل‌اوریزې سیالۍ تېر کال د قوش‌تیپې جام په نوم په کابل کې ترسره شوې وې.

مطالب

کندوز کې د واخان
ملي شل‌اوریز جام کرکټ
سیالۍ پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ