پاکستان یوځل بیا د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي.
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې اسلام اباد یو ځل بیا د کډوالو پر وړاندې محدودیتونه سخت کړي دي. دوی له سرپرست حکومته، د کډوالو له ملاتړو بنسټونو او د پاکستان له حکومته غواړي چې د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې جدي اقدام وکړي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې له تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، ډند پټان او غلام خان بندرونو تر ۳۱ زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي هم وایي هڅه کوي چې د کډوالو پر ستونزو غور وشي.